بشر حقونو کمېسیون: میدان وردک کې د ملکي وژنو عاملین دې محاکمه شي
![بشر حقونو کمېسیون: میدان وردک کې د ملکي وژنو عاملین دې محاکمه شي](https://gdb.rferl.org/CBA4F45D-07D8-4B96-A53B-32C2853EBE54_cx3_cy18_cw87_w800_h450.jpg)
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په میدان وردک ولایت کې د وروستیو ملکي وژنو د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوي.
د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیحالله فرهنګ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۸» ازادي راډیو ته وویل: "د میدان وردګ ولایت د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي، د ژوند کولو حقوق په پام کې نهدي نیول شوي، خو د افغانستان له حکومته غواړو چې د دې پېښې عاملین، حتی که دا پېښه په عمدي ډول نهوي هم ترسره شوي، ودې نیسي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي."
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتي چې د ښاریانو ژوند ته په پاملرنې سره، عام خلک او عمومي او غیر پوځي ځایونه په نښه نهکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د سرچینو په وینا له ٢٠٠٩ کال تر ٢٠١٩ کاله پورې له ٨٦ زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دې کمېسیون د شمېرو له مخې یوازې ٢٠١٩ کال کې ٢٨١٧ ملکیان وژل شوي او ٧٩٥٥ نور ټپیان شوي دي.