ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس پېښې له ۱.۷ میلیونو پورته شوې
![ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس پېښې له ۱.۷ میلیونو پورته شوې](https://gdb.rferl.org/B3CBC02A-2D12-4F05-8E5E-FF949330DD57_w800_h450.jpg)
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په نړۍ کې تر نن سهاره د کرونا پیښې یو اعشاریه ۷ میلیونو ته پورته شوې.
د دغو شمېرو له مخې، دې ویروس تر اوسه څه باندې یو لک او دوه زره کسان مړه کړي چې ډیر یې په ایټالیا او امریکا کې دي.
په ایټالیا کې د تلفاتو شمېر څه باندې اتلس زره اته سوه دی او په متحد ایالتونو کې تر اوسه څه باندې اتلس زره اووه سوه.
داسې اندېښنې شته چې په ټوله نړۍ کې د کرونا شمېر له هغو زیات دی چې په رسمي ډول یې یادونه کېږي.
د همدې ویروس د خپریدو له کبله عیسویان هم ایسټر یا پاک اختر په کورونو کې لمانځي.