چارواکي: د پکتیا له زندانه د طالبانو د ډله ییزې تېښتې هڅه ناکامه شوې
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن سهار په یوه خبرپاڼه کې وویل، تېره شپه ناوخته طالب بندیانو د پکتیا له مرکزي زندان څخه د ډله ییزې تېښتې هڅه وکړه چې په نتیجه کې یې د بندیانو او پولیسو ترمنځ نښته وشوه.
ښاغلی حسرت وايي چې په نښته کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي او همداراز څلور پولیس او دوه بندیان هم ټپیان شوي دي.
