جرمني: د اروپايي ټولنې غونډه کې پر کرونا ویروس بحث کېږي
هایکو ماس په یوه مقاله کې چې سبا د اپریل په ۱۳مه په جرمنۍ ورځپاڼه ډای ویلټ کې خپرېږي لیکلي، دوی ته به د کرونا ریاست را له غاړې وي څو په پای کې یې پر دې ویروس بریالي شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر همداراز د دې ویروس د مخنیوي په چاره کې د متحدایالاتو پر اجراآتو انتقاد وکړ او د چین حکومت یې په دې برخه کې په استبدادي اقداماتو تورن کړ.
کرنا ویروس ۲۱۴ هېوادنو ته خپور شوی، نژدې ۱،۸ میلیون کسان پرې اخته شوي او نژدې ۱۱۰ زره کسان یې وژلي دي.
