پاکستان کې یوه جنګي الوتکه رالوېدلې
![پاکستان کې یوه جنګي الوتکه رالوېدلې](https://gdb.rferl.org/6F1B14A6-C41C-4D0A-B893-197B5642791E_cx0_cy6_cw0_w800_h450.jpg)
د پاکستان پوځ د دې هېواد د یوې جنګي جټ الوتکې د سقوط خبر ورکړی .
د پوځ په یوې اعلامیې کې چې نن خپره شوې راغلي چې دا الوتکه د پنجاب ایالت په ختیځو برخو کې په ورځني تمرین بوخته چې راولوېده.
د اعلامیې له مخې په دې پېښه کې یو لارښود پیلوټ او هغه کس چې روزنه یې اخسته دواړه وژل شوي دي.
تر اوسه د الوتکي په لویدلې سیمه کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
اعلامیې دغه راز د یادي جټ الوتکي د لویدلو دلیل هم نه دی ښودلی.
تېره میاشت هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د دې هېواد د هوایې ځواکونو F-16 ډوله جنګي الوتکه لویدلې وه.