پاکستان: ۹ خبريالان په کورونا وایرس اخته شوي دي
![پاکستان: ۹ خبريالان په کورونا وایرس اخته شوي دي](https://gdb.rferl.org/9B90CF82-83BB-4A50-BBCB-B4012725F550_w800_h450.jpg)
د پاکستان حکومت وايي په هېواد کې یې په کورونا وایرس په اخته کسانو کې د اپرېل تر اتلسمې پورې لږ تر لږه نهه خبريالان هم دي. د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاکارې، فردوس عاشق اعوان وايي دوی د خبريالانو خوندېتوب لپاره هغوی ته ځانګړې جامې او مواد ورکوي.