امریکا په هانګ کانګ کې د ۱۴ معترضو فعالانو نیول کېدل وغندل
![امریکا په هانګ کانګ کې د ۱۴ معترضو فعالانو نیول کېدل وغندل](https://gdb.rferl.org/32396A5B-C5D5-4E3D-8BEC-24375607DA83_w800_h450.jpg)
متحده ایالاتو په هانګ کانګ کې د ۱۴ معترضو فعالانو نیول کېدل غندلي دي.
دا کسان د حکومت پر ضد د تېر کال په پراخو مظاهرو کې د ګډون په تور نیول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون شنبه وویل دا اقدام هغه تضمینونه په خطر کې اچوي چې د بریتانیا دې مستعمرې ته ۲۰ کاله مخکې هغه مهال چې چین ته سپارل کېده، ورکړل شوي وو.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم دا نیونې غندلي او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې په سولهییزو اعتراضونو کې ګډون د هانګ کانګ د خلکو له بنیادي حقونو څخه دي.