پکتیکا کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې
په پکتیکا کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن دوشنبه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېره ورځ د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند د مرغۍ اړوند سیمه کې د ماین په چاودنه کې ۷ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې چې ۵ تنهیې مړه دي او دوه نور ټپیان شوي. یاد کسان چې د شمالي وزیرستان متأثرین دي له هغه ځایه راکډه شوي او په پکتیکا کې مېشت دي، د کوزې پښتونخوا په میرامشاه سیمي پورې تړاو لري."
د نوموړي په وینا دغه ماین د وسلهوالو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و چې د یادو کډوالو ډاټسن ډوله موټر پرې وربرابر شوی.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته کوم څه نهدي ویلي.