افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد
![افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد](https://gdb.rferl.org/7FFDE3B5-0035-4371-81F1-79C2374A70B5_cx16_cy15_cw84_w800_h450.jpg)
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد.
د افغانستان عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې په کابل کې ۱۵، هرات کې ۶، په لغمان کې ۴، کونړ ۴ او په ننګرهار کې یوه مثبته پېښه شاملې دي."
ښاغلی مایار همدارنګه وایي په افغانستان کې ۱۱۰ طبي پرسونل هم په کرونا ویروس اخته شوي دي چې ۹۰ تنهیې مېرمنې دي.