د جوزجان خماب لپاره د طالبانو ولسوال او د هغه ۱۳ ملګري وژل شوي
![د جوزجان خماب لپاره د طالبانو ولسوال او د هغه ۱۳ ملګري وژل شوي](https://gdb.rferl.org/EAB26B3B-9597-47D1-BB5B-D01D6DEB62EA_cx10_cy1_cw90_w800_h450.jpg)
د جوزجان ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې د خماب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او د هغه ۱۳ ملګري وژل شوي او ۱۰ نور طالبان ټپیان دي.
د جوزجان ولایت مطبوعاتي دفتر یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي وسلهوالو طالبانو ته دا مرګژوبله د افغان پوځیانو په هغو ګډو عملیاتو کې اوښتې چې د یکشنبې په ورځیې په خماب ولسوالۍ کې ترسره کړل.
افغان چارواکو ویلي چې خماب ولسوالۍ یې په بشپړه توګه له طالبانو تصفیه کړې ده او اوس وخت د قرقین ولسوالۍ د تصفیې په هدف پوځي عملیات دوام لري.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دې څرګندونو په غبرګون چې په جوزجان کې یې ګڼو دغو وسلهوالو ته مرګژوبله اړولې، کومه تبصره نهده کړې.