حکومتونه دې د ماشومانو خیرښېګڼې ته پام وکړي: ګویتېرېش
![حکومتونه دې د ماشومانو خیرښېګڼې ته پام وکړي: ګویتېرېش](https://gdb.rferl.org/8D303E93-A77A-4552-B8FA-D5E0E874A42B_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو جنرل سېکرټري انتونیو ګوتېرېش د نړۍ له حکومتونو غوښتي چې د کورونا وبا په حالت کې د ماشومانو، په تېره هغه چې بېوزلي دي، د صحت، تعليم او خیرښېګڼې چارو ته توجه وکړي.
په خيبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعالان د نوموړي غږ بدرګه کوي او وايي چې ماشومانو ته طبي او نورې ضروري مرستې رسول د نړيوالو ادارو او حکومتونوذمه واري ده.
د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د حکومتي تحريک انصاف ګوند يوه غړې وايي، دوی هڅې پيل کړي چې د ماشومانو د حقونو خوندي کولو لپاره قانون سازي وکړي.
د هارون باچا رپورټ اورو.