د تاجکستان ولسمشر: بزګران دې روژنه نهنیسي
![د تاجکستان ولسمشر: بزګران دې روژنه نهنیسي](https://gdb.rferl.org/50076B5A-D1B6-46FA-B495-A462C5179FF1_w800_h450.jpg)
د تاجکستان ولسمشر د خپل هېواد له بزګرانو غوښتي دي چې روژه ونهنیسي.
امام علي رحمان پرون په یوه پيغام کې وویل، هغه کسان چې روژه نیسي هغوی د اخیستونکو ناروغیو له خطر سره ډېر مخامخېږي.
ښاغلي رحمان له بزګرانو وغوښتل چې د ځانونو او د کورنیو د ژغورنې لپاره دې روژه بل وخت ونیسي.
د تاجکستان ولسمشر زیاته کړه، سربېره پر دې چې په تاجکستان کې تر اوسه د کرونا کومه مثبته پیښه نهده ثبت شوې، خو باید بېاحتیاطي او غیر مسؤلانه چلند ونهشي.
تاجکستان له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې تړلې دي او د روژې په میاشت کې یې جوماتونه هم بند کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو کمېسیون تاجکستان د هغو هېوادونو په ډله کې ګڼي چې هلته پر مذهبي ازادیو سخت محدودیتونه وضع شوي دي.