پوتین د بشري حقونو شورا د نیوکې لاندې مصوبه توشېح کړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه مصوبه توشېح کړه چې د روسیې د بشري حقونو شورا نیوکې ورباندې کړې وې.
د پوتین له لوري لاسلیک شوی سند نن د روسیې د جمهوري ریاست پر وېبپاڼه خپور شو.
د نوي قانون له مخې، د نړیوالې دوهمې جګړې د پای ته رسېدو نېټه د سپټمبر میاشتې درېیمې ته بدله شوه په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د ۱۹۴۵ میلادي کال د سپټمبر دوهمه د دې جګړې د پاي ته رسېدو رسمي نېټه بلل کېږي.
په دې ورځ جاپان رسماً تسلیم شو او جګړه پای ته ورسېده.
خو په روسیه کې نوی قانون د سپټمبر درېیمه چې د پخواني شوروي ځواکونو د جاپان پوځ ته ماته ورکړه، د جګړې د پای ته رسېدو رسمي نېټه ګڼي.
جاپان او روسیې د جګړې د پای ته رسېدو رسمي موافقه تر اوسه لا نهده لاسلیک کړې او د کوریل پر ټاپوګانو لانجه لري. دا ټاپوګان د پخواني شوروي ځواکونو د جګړې په پای کې اشغال کړي وو او روسیهیې لا هم د خپلې خاورې برخه ګڼي.
د روسیې د جمهوري ریاست د بشري حقونو شورا تېره اونۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوهمې نړیوالې جګړې دپاي ته رسېدو په نېټه کې بدلون یوه تېروتنه ده.