له افغان سیاسي مشرانو د ناټو تړون غوښتنه
ناټو تړون په افغانستان کې پر سیاسي مشرانو او د هغوی پر پلویانو غږ کړی چې په بېړني ډول خپل اختلافونه حل کړي او یو پراخبنسټی حکومت جوړ کړي.
د ناټو تړون په یوه بیان کې چې نن د اپرېل په ۲۴مه خپور شو، لیکل شوي چې د افغانستان سیاستوال باید د سولې لپاره له برابرې شوې موقع کار واخلي.
په بیان کې لیکل شوي چې په افغانستان کې د سولې د موافقې لپاره د خبرو پیل یوه تاریخي موقع ده چې په دې هېواد کې د ډېرو کلونو بحران پای ته ورسېږي.
ناټو ویلي چې ټولې ښکېلې خواوې باید د تشدد د کمولو او د سولې لپاره د کار کولو تعهد پر ځای کړي.