خالده د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې روغتیايي خدمات رسوي
![خالده د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې روغتیايي خدمات رسوي](https://gdb.rferl.org/ce12db88-5cff-46e5-a7d7-c28bdee02d60_tv_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه دي، خو خالده توانېدلې چې خپل کار ته دوام ورکړي. د ازادۍ راډیو خبریال نسیم شفق د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته تللی او د روغتیا پالې خالدې د کار څرنګوالی یې انځور کړی.