بیلاروس کې یوه مرستون ته کرونا ویروس رسېدلی
![بیلاروس کې یوه مرستون ته کرونا ویروس رسېدلی](https://gdb.rferl.org/7405C4F7-28A9-483C-87A7-98BB3B9B3D80_w800_h450.jpg)
د یوه خیریه بنسټ ایرلنډی موسس اډی روچې چې په بیلاروس کې د یو مرستون ملاتړ کوي وايي کرونا ویروس دې مرکز ته هم سرایت کړی دی.
د بیلاروس د مرکزي ولسوالۍ هلوسک په ویسنووا نومي مرستون کې ۱۷۰ ماشومان او تنکي ځوانان چې جدي معلولیتونه او د وجود د مقاومتي سیسټم کمزورتیا لري ساتل کېږي.
چارواکو وړمه ورځ دې مرستون ته د کرونا ویروس خپرېدل تایید کړل مګر د اخته کسانو شمېر یې ونه ښود خو بي بي سي پرون راپور ورکړ چې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ټول ۲۳ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.