ولسمشرۍ ماڼۍ: د زرګونو بندیانو د بخښنې فرمان وروستی شو
![ولسمشرۍ ماڼۍ: د زرګونو بندیانو د بخښنې فرمان وروستی شو](https://gdb.rferl.org/78F2A427-3BF7-4F37-AFDA-58CABB20586E_cx0_cy2_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د زرګونو بندیانو د بخښنې فرمان وروستی شو.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې دا فرمان نن د حکومت د مشرتابه پلاوي په غوڼده کې د ثور د اتمې نېټې په مناسبت چې د مجاهدینو د بري سره سمه ده، وروستی شو.
ښاغلي صدیقي لیکلي چې د دغه فرمان نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې وړاندي هم د کرونا ویروس د مخنیوي د یوې هڅي په توګه د بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړی وو چې له مخې یې زرګونه بندیان له زندانه خوشې شول.