ننګرهار کې د داعش ۸ تنه نیول شوي
د افغانستان کورنیو چارو وزارت په ننګرهار کې د داعش وسلهوالې ډلې سره د همکارۍ په تړاو د اتو تنو د نیول کېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن دوشنبه رسنیو ته په استولي پیغام کې وویل چې دا کسان د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ په اسلامپور کلي کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
ښاغلی ارین وایي په دې عملیاتو کې چې تېره ورځ شوي له یادو کسانو څخه یو شمېر وسلې، مهمات، لپټاپ کمپیوټر او موبایلونه ترلاسه شوي دي.
تر دې وړاندي د افغانستان ملي امنیت ریاست د داعش وسلهوالې ډلې د ۲۰ غړو د نیولو خبر ورکړی وو چې ځیني مهم کسان لکه د داعش د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی، هم پهکې شامل دي.