د پاکستان د سند والي په کرونا ویروس اخته شوی
![د پاکستان د سند والي په کرونا ویروس اخته شوی](https://gdb.rferl.org/F4002A34-FC81-4D57-B886-CB5D56B4DF1C_cx9_cy18_cw65_w800_h450.jpg)
د پاکستان د سند ایالت د والي یا ګورنر د کرونا ټېسټ نتیجې وښوده چې نوموړی په دې ویروس اخته دی.
عمران اسماعیل پرون دوشنبه اعلان وکړ، د ده د ټېسټ نتیجه، چې یوه ورځ مخکې یې کړی و، مثبته ده.
د سند ایالت ۵۴ کلن والي پر خپله ټویټرپاڼه لکيلي چې له دې ویروس سره به مبارزه وکړي.
په سند ایالت کې، چې کراچۍ یې مرکز دی، کلک ورځبندیز دی خو د پاکستان په نورو برخو کې بندیزونه پوره نه تطبیق کېږي.