ټرمپ: د شمالي کوریا د مشر د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو هیله لرم
د امریکا ولسمشر وايي، د شمالي کوریا د مشر له روغتیايي وضعیته خبر دی او د هغه د ښه کېدو هیله لري.
ډونالد ټرمپ دا خبره پرون هغه مهال وکړه چې په یوه خبري غونډه کې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د حال په اړه پوښتنه ورڅخه وشوه.
ده وویل، دقیق نهشي ویلی، خو د نوموړي له روغتیايي حاله خبر دی او هیله لري چې ښه به شي.
د شمالي کوریا د مشر په اړه له دې کبله اوازې خپرې شوي چې د اپرېل له ۱۵مې را په دې خوا نهدی لیدل شوی.