افغان ځواکونو د بدخشان جرم ولسوالۍ ځینې سیمې بېرته نیولي
د بدخشان چارواکي وايي د جرم ولسوالۍ ځینې سیمې د دولت له وسلهوالو مخالفانو بېرته نیول شوې دي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي دغې ولسوالۍ ته تېره اوونۍ تازه دمه ځواکونه رسېدلي او له نن سهارهیې پوځي عملیات ادامه لري.
ثناءالله روحاني نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل: "د امنیتي او دفاعي ځواکونو لهخوا په دهنه اب راغک کې پوځي عملیات پیل شوي دي. دهنه اب راغک سیمه د دولت له وسلهوالو مخالفانو بېرته نیول شوې او امنیتي ځواکونه په فرغامیرو سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي. که خدای کول تر ماسپښین پورې به دغه ساحې په بشپړ ډول تصفیه شي."
په دغو پوځي عملیاتو کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.
د بدخشان والي زکریا سودا ازادي راډیو ته ویلي چې بدخشان ولایت ته تېره میاشت ۳۰ تنه بهرني افراطي وسلهوال ورغلي چې په جرم ولسوالۍ کې د جګړې پر لومړۍ کرښه د افغان قواوو پر ضد د جګړې رهبري کوي.
دغه ولسوالۍ څو وارې د افغان ځواکونو او د دولت د وسلهوالو مخالفانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.