د عارف وزیر مړی له پيمز روغتونه وزيرستان ته وړل کېږي
![د عارف وزیر مړی له پيمز روغتونه وزيرستان ته وړل کېږي](https://gdb.rferl.org/3ddaff20-6b8e-4cfa-a96c-5c3de33db955_tv_w800_h450.jpg)
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عارف وزير مړی نن [د مې پر دويمه] د اسلام اباد له پيمز روغتونه د وزيرستان پر لور رهي کړل شو. نوموړی پرون په جنوبي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې ټپي شوی و چې نن يې په پيمز روغتون کې ساه ورکړه. پر دې مهال د غورځنګ پلويان او نور قبايلي مشران هم موجود ول.