وزیراعظم: د بهر مېشتو پاکستانيانو رالېږل کېدونکې پېسې په کمېدو دي
د پاکستان وزیراعظم اندېښنه ښودلې چې ښايي د بهر مېشتو پاکستانيانو له خوا ورلېږل کېدونکې پېسې کمې شي. د هغه په وېنا د دې وجه کورونا وایرس دی. د هغه په وېنا د دې پېسو کمېدل به د ملک په اقتصاده ډېره بده اغېزه وکړي.