مصري چارواکي وايي چې په سینا دښته کې ۱۸تنه افراطي وسله وال د مصر د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن یکشنبې خپور شو ویلي، ملي امنیت د هغو تروریستي عناصرو په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړل چې په بیر العابد سیمه کې په یوه کور کې پټ شوي وو، او له هغه ځایه یې د حملو پلان درلود.
بیان زیاتوي چې د دې وسله والو پټنځای دولتي ځواکونو په نښه کړ چې په نتیجه کې یې ۱۸ تنه وسله وال ووژل شول.
بیان زیاتوي چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې وسلې او مهمات هم موندلي دي. Читать дальше...
افغان چارواکو په هرات ولایت کې د هغو کسانو د موندلو لپاره عملیات پیل کړي دي چې ویل کېږي ایراني پوځیانو هریرود سیند ته غورځولي دي.
که څه هم ایراني چارواکو دا ادعاوې رد کړي خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر پرون وویل چې په دې اړه به هراړخیز تحقیقات وشي.
د دې پېښې د قربانیانو دقیقه شمیره تراوسه نه ده معلومه شوې.
د جمهوري ریاست د چارو د ادارې یوه چارواکي ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې لږترلږه اویا کسان چې غوښتل یې له هرات څخه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا وهل شوي او بیا هریرود ته اچول شوي دي. Читать дальше...
افغان حکومت د نورو ۹۸ تنه طالب بندیانو د خوشې کولو خبر ورکوي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي چې دا بندیان پرون له پلچرخي زندان څخه خوشې شول.
هغه زیاته کړه: "د ولسمشر له فرمان سره سم پرون ۹۸ تنه طالب زندانیان له پلچرخي زندانه خوشې شول، تردې دمه ټولټال ۶۵۰ بندیان خوشې شوي او له فرمان سره سم ۸۵۰ تنه نور هم خوشې کېږي."
د ملي امنیت شورا بیان زیاتوي چې افغان حکومت ژمن دی چې له طالبانو سره په خبرو کې دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه لاره به اواره ساتي.
مدني فعالانو د حقونو پر نړیوالو ادارو غږ وکړ چې د وزير د وژنې پلټنې وکړي او په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو د وژلو مخه ونیسي.
هرات کې سلګونه کسان پرته له دې چې فاصله وساتي د جمعې لمونځ په جماعت سره ادا کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه ولایت د کرونا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دی.
هرات ولایت کې تر دا مهاله د کرونا ویروس ۵۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي.
ګهوارې په نوم یوه بنسټ د لومړي ځل لپاره د ماشومانو لپاره د ټیټسو ناکامورا پر ژوند کتاب خپور کړ.
په داسې حال کې چې افغان حکومت د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا په هریرود سیند کې د لسګونه افغانانو د ډوبولو د ادعاوو په اړه تحقیقات کوي طالبانو په یوه بیان کې له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب او اسلامي ورورګلوۍ د اصولو پربنسټ چلند وکړي.
د افغانستان په یو شمېر کورنیو رسنیو او ټولنیزو شبکو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې د شنبې په ورځ شاوخوا ۵۰ افغانان چې د دهنه ذوالفقار له غیرقانوني لارې د ایران خاورې ته ننوتي وو، د ایراني سرتېرو له خوا نیول شوي او له وهلو ټکولو وروسته هریرود سیند ته اچول شوي. Читать дальше...
ولسمشر حسن روحاني وايي، د ایران په ځینو هغو سیمو کې به، چې د کرونا ویروس خطر پکې کم دی، جوماتونه سبا دوشنبې بیا پرانیستل شي.
په ایران کې چې په دې سیمه کې د کرونا د وبا له کبله سخت ځپل شوی دی، جوماتونه د مارچ میاشتې په لومړیو کې بند شول.
ښاغلی روحاني نن د کرونا ویروس د مخنیوي له مسوولو چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې وویل د ایران په ۱۳۲ ولسوالیو کې به چې د ټولو له دریو یوه برخه جوړوي جوماتونه له سبا څخه پرانیستل شي.
هغه همداراز وویل چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې موظفه کمیټه... Читать дальше...
د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي د مې په درېيمه په لاهور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له عربي هېوادونو يې د وګړو ورستنېدل پر اقتصاد خراب اغېز لري
د یوناما مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې ډېبرا لاینز په یوه پيغام کې ویلي، د سولې په خبرو کې باید د بیان ازادۍ په ګډون د ټولو بشري حقونو
ارزګان کې خلک او بشرحقونه وايي، وسله وال طالبان د افغان سرتېرو له وژلو وروسته پر هغوی تېزاب شيندي.
عمران خان د مې پر دویمه په خپل دفتر کې د احساس پروګرام په نوم د له پروژې سره سم، د بېروزګاره کسانو د نوملیکنې لپاره د ځانګړې ووبپاڼې د پرانیستو غونډې
د عدلي او قضايي ارګانونو یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د دې فهرست د سپارلو پر مهال ویلي، دا نوملړ د یو شمېر طالب قوماندانانو لهخوا چې خپله زندانیان دي، چمتو شوی او د خوشې کولو لپارهیې ملي امنیت شورا ته استول شوی دی.
د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب کمېټه وايي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپراوي له امله زیات شمېر رسنۍ له اقتصادي بحران سره مخ دي.
د مې پر درېیمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ عارف وزیر مړی په جنوبي وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شو. جنازې ته زرګونه خلک ورغلي ول. تر دې مخکې د مې دویمې پر ماخوستن د نوموړي جنازه په ډېره اسماعیل خان کې هم شوې. د خیبر پښتونخوا حکومت د وزیر وژنه غندلې او د پلټنو امر یې کړی. ویډیويي رپورټ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت( یوناما) وایي، دغه هېواد په سویل ختیځه اسیا کې تر ټولو بریالی او ځلېدونکی رسنیز سکټور لري.
د کندز د علياباد ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې هر کال موسمي سېلابونه د دوی کورونه، باغونه او کرنیزې ځمکې تخریبوي او خلکو ته بېشمېره مالي زیانونه اړوي.
د کندز د علياباد ولسوالۍ د اوسېدونکو زیاته برخه کروندګر جوړوي.
دوی وايي چې په دغې ولسوالۍ کې په ځینو سیمو کې د چهاردرې سیند تر غاړې د استنادي دېوالونو او د اوبو د تنظیم نشتوالي له کبله هر کال موسمي سېلابونه د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ورانوي.
په ورته وخت کې په کندز کې د امو سیند د حوزوي عمومي ادارې چارواکي بیا وايي چې په علياباد ولسوالۍ... Читать дальше...
هغه د وچو میوو ګرځنده هټۍ لرله او خلکو به ترې په ټیلیفون فرمایشونه کول او ده به هم په خپل ګاډي کې ورته وچه مېوه رسوله.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، د نورو ولایتونو په پرتله په کابل کې ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۴» ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو وروستي بریدونه ښیي چې دوی سولې ته ژمن نهدي.
د ډینییل پرل پلار جوډیا او مور روت پرل د مې پر دویمه په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړ. دا تر هغې وروسته ده چې د اپرېل پر دویمه سیند های کورټ د ډینییل پرل د وژنې
سږ کال دغه ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې ګڼ شمېر هېوادونو کې خبریالان له زورزیاتي او ګواښ سره مخامخ دي او چارواکي د کرونا ویروس د راپورونو د سانسور یا پټولو هڅه کوي.
د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې سېلاب د سکرو په یوه کان کې څلور کسان وژلي دي.
د تاله او برفک ولسوال عبدالاحمد برفکي ازادي راډیو ته وویل چې د سېلاب قربانیان د سکرو د کان کارګران دي چې تېره شپه په یوه سمڅه کې بند پاتې وو او مړه شوي دي.
ښاغلی برفکي وايي چې د دې کسانو مړي تر اوسه په سمڅه کې پاتې دي، خو د ایستلو لپارهیې هڅې روانې دي. د برفکي په وینا په پېښه کې شااوخوا ۱۰ کورونو او کرنیزو ځمکو ته هم زیان اوښتی.
له دې دوه ورځې مخکې د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې هم سېلابونو شااوخوا ۵۰ د استوګنې کورونه نړولي وو.
په پکتیا ولایت د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې.
تندر قول اردو وايي جګړه تېره شپه د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرکي کنډو سیمه کې هغه مهال وشوه چې طالب وسلهوالو د ملي پاڅون کوونکو پر پوسته ډلهییز برید وکړ.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسؤل ایمل مومند نن له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې جګړې د تلفاتو په اړه وویل: "ملي پاڅون کوونکو دا برید په شا تمبولی دی چې په پایله کې یې دوه وسلهوال ترهګر وژل شوي دي او اووه تنه نور یې ټپیان دي. په دې ډلهییز برید کې د ولسي پاڅون کوونکو دوه تنه شهیدان او درې نور ټپیان دي.
په روسیه کې په یوه ورځ په کرونا ویروس د اخته کسانو نژدې لس زره نوې پېښې ثبت شوي دي.
په داسې حال کې چې د روسیې روغتیايي چارواکو د دې ناروغۍ لپاره د ټېسټونو شمېر زیات کړی پرونۍ شمېره بې ساري ده.
له بلې خوا د مسکو ښاروال ویلي چې ښایي د ښار کلابندي اوږده کړي او د پلازمېنې اداري چارواکو ویلي دي چې ښايي له دې وروسته په عامه ټرانسپورتي وسایلو کې د ماسک کارول حتمي شي.
د تازه شمېرنو له مخې په روسیه کې په کوویډ-۱۹ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر له ۱۲۴ زره اوښتی دی او یوازې پرون ۹۶۲۳ تازه پېښې ثبت شوي چې صدراعظم میخاییل میشوستین هم پکې دی. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России