روسیه کې په یوه ورځ د کرونا ویروس ۱۰۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوي
په داسې حال کې چې د روسیې روغتیايي چارواکو د دې ناروغۍ لپاره د ټېسټونو شمېر زیات کړی پرونۍ شمېره بې ساري ده.
له بلې خوا د مسکو ښاروال ویلي چې ښایي د ښار کلابندي اوږده کړي او د پلازمېنې اداري چارواکو ویلي دي چې ښايي له دې وروسته په عامه ټرانسپورتي وسایلو کې د ماسک کارول حتمي شي.
د تازه شمېرنو له مخې په روسیه کې په کوویډ-۱۹ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر له ۱۲۴ زره اوښتی دی او یوازې پرون ۹۶۲۳ تازه پېښې ثبت شوي چې صدراعظم میخاییل میشوستین هم پکې دی.
په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر درې نیم میلیون ته نژدې شوی او په دې ناروغۍ تر اوسه له ۲۴۵ زرو زیات کسان مړه شوي دي.
