د طالبانو ۵۲ نور بندیان هم له زندانه ازاد شول
![د طالبانو ۵۲ نور بندیان هم له زندانه ازاد شول](https://gdb.rferl.org/939A2632-0ABB-4E3E-95BB-56927291751E_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د طالبانو ۵۲ نور زندانیانیې هم خوشې کړل.
دغې شورا نن پر خپله ټویټرپانه لیکلي چې دغه طالب زندانیان تېره ورځ د ولسمشر د هغه فرمان له مخې خلاص شوي چې د مارچ په ۱۱مهیې ورکړی دی.
ملي امنیت شورا د طالب زندانیانو د خلاصولو هدف د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی او د سولې بهیر کې پرمختګ یاد کړی دی.
دغې شورا ویلي، خوشې شویو طالبانو نهیې قسم اخیستی چې بیا به د افغانانو پر ضد جګړې ته نهورګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو هم په کندهار ولایت کې د حکومت ۲۰ تنه بندیان ازاد کړي دي.