افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۳۹۲ ته پورته شو
![افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۳۹۲ ته پورته شو](https://gdb.rferl.org/3C993BFE-01C2-4E3E-8C7F-7B02DC56797D_w800_h450.jpg)
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۳۹۲ ته پورته شو.
د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح خبریالانو ته وویل، دوی تېرو ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ۱۶۸ تازه پېښې ثبت کړې دي.
د ښاغلي مجروح په خبره د ټولو اخته شویو کسانو له ډلې څه باندې ۴۵۰ کسان بېرته روغ شوي دي او دا مهال دوی د کرونا ویروس ۲،۸۳۵ فعالې پېښې لري.
تر اوسه ۱۰۴ افغانانو د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.