د امریکا ملي ګارد ۶۰ سرتېرو د منځني ختیځ او افغانستان په لور حرکت کړی
د امریکا په اورېګن کې د ملي ګارد د قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې له افغانستانه د سرتېرو د را ایستلو پروګرام ته په پام به دا سرتېري او پهکې عسکر د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي لپاره د اکمالاتو په برخه کې اغېزمن تمام شي.
په اعلامیه کې د جنرال ویلیم پریندر په حواله لیکل شوي چې دغو سرتېرو د اکمالاتو په برخه کې ډېر فعالیتونه کړي او خپله وړتیا یې ښودلې ده.
امریکایي سرتېري له دې مخکې هم د 'کووېډ-۱۹' یا کرونا ویروس د مخنیوي په هدف په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له لارې لیرو پرتو سیمو ته طبي مرستې او وسایل رسولي دي.
