چارواکي: کابل کې د وروستیو چاودنو په تور ۱۲ مشکوک کسان نیول شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د وروستیو چاودنو په تړاو د ۱۲ مشکوکو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی.
د دغه وزارت ویاند طارق آرین نن دوشنبه په یوه ویډیویې پیغام کې رسنیو ته ویلي چې دا کسان په تیرو دوو اونیو کې نیول شوي دي.
هغه زیاتوي: "۱۲ تنه په کابل کې د ماینونو د ایښودلو په تړاو نیول شوي چې د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې ونیول شول او افغان کشفي ځواکونه لا هم د هغوی شبکې تعقیبوي، په همدې حال کې د سړک غاړي څلور ماینونه خنثی شوي، څلویښت لاسي بمونه، دوه ځان وژونکي له انتحاري واسکټونو سره ترلاسه شوي دي."
ښاغلي آرین دا ونه ویل چې دا کسان یې په کومو سیمو کې نیولي دي.
په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر شمالي سیمو کې یې د مشکوکو کسانو لخوا د ماینونو چاودنې ډېرې شوي چې وروستۍ بیلګه یې نن دوشنبه د کابل په اولسمه ناحیه کې وه چې څلور پرله پسې د ماین چاودنې په کې وشوې.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامز وویل په دې پېښو کې د یوه ماشوم په ګډون ۴ ملکي کسان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.