د ټولبند نرمول پاکستان کې کورونا وبا زیاتولی شي: ډاکټران
![د ټولبند نرمول پاکستان کې کورونا وبا زیاتولی شي: ډاکټران](https://gdb.rferl.org/54cac5fe-4b0c-44ac-b89b-2c1db908a818_tv_w800_h450.jpg)
د پاکستان حکومت له اعلان سره سم د مې پر ۱۱مه نېټه په ټولبند کې نرمي وشوه او واړه دوکانونه او بازارونه پرانستل شول. له دې وروسته د نورو ښارونو ترڅنګ د لاهور، کراچۍ او پلازمينې اسلام اباد په بازارونو کې ګڼه کوڼه زیاته شوې ده. ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د ټولبند له نرمولو سره به ښايې کورونا وايرس نور هم خپور شو. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په وايرس د اخته ناروغانو شمېر ورځ تر بله زياتېږي. د مې پر ۱۲مه په دې هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر تر ۳۲ زره زيات وو.
د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.