افغانستان نن هندوستان ته ۴۸ ټنه اینجه صادروي
![افغانستان نن هندوستان ته ۴۸ ټنه اینجه صادروي](https://gdb.rferl.org/F9C0CA3F-4751-40E3-AEDD-E29A6A556840_cx8_cy0_cw86_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې چې له یو څه ځنډ وروسته یو وار بیا نړۍ ته د هوايي دهلېزونو له لارې افغان صادرات پیل شي.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې نن به هندوستان ته د هوا له لارې ۴۸ ټنه اینجه صادره شي.
د دې وزارت ویاند سمیر رسا ازادي راډيو ته وویل، حکومت هڅه کوي د کرونا ویروس د خپرېدو د خطر مخنیوي ټکو ته په پام سره صادرات یو ځل بیا پيل کړي.
هغه زیاته کړه: "نن ورځ ۴۸ ټنه اینجه (هنګ) هند ته انتقالېږي او د شنبې په ورځ به هم ډهلي ته ۴۸ ټنه دې اینجې ( هنګ) انتقالات ولرو."
د ښاغلي رسا په وینا تېره ورځ افغانستان چین ته ۱۰۰ ټنه جلغوزي صادر کړل.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله زیات شمېر ښارونه قرنطین دي او د هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه او هوايي تګ راتګ هم بند دی، خو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې اوسمهال يې صادرات نورمال حالت ته رسېدلي دي.
افغان سوداګر وايي، نورو هېوادونو ته باید د افغاني محصولاتو صادرات چټک شي او له هغې پرته به د هېواد په سوداګرۍ او اقتصاد ناوړه تأثیرات ولري.