چارواکي: طالبانو کاپیسا کې د اله سای ولسوال پر کور برید کړى
د کاپیسا ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن د دې ولایت د اله سای د ولسوال پر کور برید کړى دى.
د اله سای ولسوال نقشبند صافي په دې اړه نن جمعه د مې په پنځلسمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې د ولسوالي په مرکز کې د ده پر شخصي استوګنځای برید شوى.
ده وویل چې د کورنۍ غړي يې د ښځو او کوچنیانو په ګډون په کور کې وو، هغوی ته زیان نه دی اووښتی خو د کور ودانۍ يې خرابه شوې ده.
د صافي په وینا وسله والو طالبانو په دې بريد کې له لاسي بمونو او نورو وسلو کار اخیستی.
دی وايي امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورسېدل او له وسله وال يې پر شا وتمبول خو هېڅ خوا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.