داعش ډله په کابل او ننګرهار کې د بریدونو مسوله ده: خلیلزاد
امریکا د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو مسئوله بللې او خبرداری یې ورکړی چې افغانان باید د سولې د ماتېدونکي بهیر په ګډوډولو د دې ډلې په دام کې رانه شي.