د بشري حقونو فعالان له اروپايي ټولنې سره د پاکستان کړې ژمنې نه مني
عمران خان وايي، پاکستان به له اروپايي ټولنې سره تر کړې لوظنامې لاندې د بشري حقونو دفاع ته ژمن وي، چې پکې د ښځو وراثت حق، له ماشومانو د جبري مشقت اخېستو مخنیوي، د نرښخيانو مرسته او خبریالانو د تحفظ قوانین به عملي کوي.