ترکمنستان ۱۴۰۲ تنه کورني او بهرني بندیان خوشې کوي
![ترکمنستان ۱۴۰۲ تنه کورني او بهرني بندیان خوشې کوي](https://gdb.rferl.org/5A376701-828E-4B5F-8EAC-E54BB422EEB1_cx0_cy2_cw0_w800_h450.jpg)
د ترکمنستان دکتاتور ولسمشر قربانګلي بیردي محمدوف ۱۴۰۲ تنه بندیانو ته بخښنه وکړه.
د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د نژدې ۱۲ سوه ترکمنانو او له ۲ سوو د زیاتو بهرنیانو چې پر خپلو اعمالو یې پښېماني څرګنده کړې د خوشې کولو پرېکړه د کابینې په غونډه کې وشوه.
د رسنیو د راپورونو له مخې دا کسان به د سې شنبې په ورځ خوشې شي.
چارواکو نه دي ویلي چې د دې بندیانو لېست په کوم اساس چمتو شوی او دا بندیان د کومو جرمونو په خاطر حبس شوي وو.