د پاکستان پولیسو د داعش ۴ غړي وژلي
د پاکستان پولیس وايي، په پنجاب ایالت کې یې د داعش ډلې ۴ غړي وژلي دي.
د پاکستان د تروریزم ضد پولیسو نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا کسان د استخباراتي معلوماتو په نتیجه کې تېره شپه د پنجاب په بهاولپور سیمه کې د شپنیو عملیات په ترڅ کې ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې پولیسو له دې ډلې څخه وسلې او بمونو وړولو وسایل هم ترلاسه کړي دي.
امنیتي چارواکي وايي چې د دې کسانو له نیولو سره د یوې احتمالي حملې مخه نیول شوې دي.
چارواکو ویلي چې دې کسانو پر مذهبي تاسیساتو د حملې پلان درلود خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د پاکستان پوځ په وروستیو څو کلونو کې تر ډېره په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات کړي دي خو افراطي ډلې د دې هېواد په ختیځ کې هم فعال دي.