د چچن ولسمشر د کرونا ویروس په شک د روغتیايي څارنې لاندې دی
د چچن مستبد ولسمشر رمضان قدیروف چې کرملېنیې ملاتړ کوي، په کرونا ویروس د اخته کېدو په شک د روغتیايي څارنې لاندې دی. دا خبر د روسیې خبري اژانسونو ورکړی دی.
انټرفاکس خبري اژانس په مسکو کې د یوې روغتیايي سرچینې په حواله ویلي چې قدیروف تر څارنې لاندې دی.
د بازا (Baza) په نوم یوې انلاین خبري سرچینې راپور ورکړی چې قدیروف د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې د الوتکې په وسیله د مسکو له غوره کلینیکونو یو ته انتقال شو چې شدیدې تنفسي ستونزې یې پیدا کړې.
په راپور کې ویل شوي د چچنیا رهبر په کرونا ویروس له اخته کیدو وروسته سینه بغل شوی دی. د 'کووېډ-۱۹' ویروس شدیدې پېښې سینه بغل یا د سږو غفوني کېدل رامنځته کوي.
چارواکو تر اوسه دا راپورونه نهدي تأیید کړي.
قدیروف چې محافظتي جامې یې اغوستې وې د اپرېل په ۲۰مه نېټه په ګروځني کې هغه روغتون ته ولاړ چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه پهکې کېده. نوموړي همدارنګه د جماعت په لمانځه کې هم برخه اخیستې وه.