د چپرهار ولسوال او زوی یې یو ځانمرګي برید کې ټپیان شول
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ولسوال محمد صدیق دولتزی او زوی یې پرون پنجشنبه په یو ځانمرګي برید کې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دولتزی د خپل کار له دفتره کور ته روان و چې برید پرې شوی دی.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "د یو کس لهخوا چې د معلوماتو پر بنسټ ۱۷ کاله عمر یې درلود، د هډې فارم د ګودامونو په سیمه کې ځانمرګی برید شوی. له نېکه مرغه برید کې څوک وژل شوی نهدی. ولسوال او زوی یې برسېرن ټپیان دي، روغتیايي وضعیتیې د ډاډ وړ دی."
د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نهدی اخیستی. تر دې مخکې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.
په ننګرهار کې طالبان او داعش وسلهوال دواړه پر حکومتي اهدافو بریدونه کوي.