امریکا له روسیې سره د اټمي وسلو 'سټارټ تړون' تمدیدوي
![امریکا له روسیې سره د اټمي وسلو 'سټارټ تړون' تمدیدوي](https://gdb.rferl.org/CFEB3042-F358-4CC9-86A5-0033B5E45A2B_w800_h450.jpg)
یوه جګپوړي امریکایي چارواکي وویل، تمه ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له روسیې سره د (سټارټ) په نوم د اټمي وسلو مهم تړون چې راتلونکی کالیې موده ختمېږي، تمدید کړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د پنجشنبې په ورځ دا خبره وکړه، په همدې ورځ د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې د اوپېن سکای په نوم له یوه بل امنیتي تړونه به ووځي.
واشنګټن وویل چې د اوپېن سکای په نوم د ۳۵ هېوادونو له تړون څخه د دې لپاره وځي چې روسیې له دې تړون څخه سرغړونه کړې ده. دا تړون د غړو هېوادونو پر فضا غیر نظامي الوتنو ته اجازه ورکوي.
ولسمشر ټرمپ دا خبره هم وکړه چې پر دې فکر کوي چې د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو سره په اوپېن سکای تړون کې پاتې شي.
د (سټارټ) په نوم د مهمو اټمي وسلو تړون په ۲۰۱۰ کال کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ لاسلیک شو.