د ارګ مهمو ناستو کې د ښځو نشتوالی له غبرګونونو سره مخ شو
![د ارګ مهمو ناستو کې د ښځو نشتوالی له غبرګونونو سره مخ شو](https://gdb.rferl.org/E69B5934-F2DA-42AF-9F9A-4F08A84CF739_w800_h450.jpg)
د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د ولسمشر غني او سیاسیونو ترمنځ د وروستیو ناستو په اړه وايي، حکومت د سولې او هېواد کې د روان وضعیت په اړه یوازې سړو ته د پریکړو او نظر ورکولو حق ورکوي او د ښځو حضور له پامه غورځول شوی.