د افغانستان د عالمانو د شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف ومړ
![د افغانستان د عالمانو د شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف ومړ](https://gdb.rferl.org/B89C1405-30DC-4EE1-B982-737FF9A547E9_cx0_cy5_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د عالمانو د شورا مشر او مخکښ دیني عالم مولوي قیام الدین کشاف په حق ورسيد.
د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني ازادۍ راډيو ته وویل چې کشاف د ناروغۍ له کبله په حق رسېدلی دی.
کشاف له څو کلونو راهیسې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مشر و.
هغه د افغانستان د جګړې د مذهبي توجیهاتو په برخه کې د طالبانو او افراطي عالمانو پر وړاندې د غوڅ دریځ په نیولو مشهور و.