ملي امنیت شورا: هېڅ داسې دلیل نشته چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل نشي
د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب د برخې رییس انتظار خادم وايي، په کوچني اختر کې درې ورځنې اوربند، د افغان ولسمشر لخوا د ۲زره طالب بندیانو ازادیدل او د طالبانو له لوري له دې اقدام څخه هرکلی د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پرمختګونه ګڼلی شو.