د کابل پولیسو ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي
![د کابل پولیسو ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي](https://gdb.rferl.org/391D5497-B628-4FF9-8CB4-03976B52E3DB_w800_h450.jpg)
د کابل امنیه قوماندانۍ په پلازمېنه کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۳ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه وايي د کابل جنايي پولیسو دا کسان د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې توقیف کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې دا ۱۳ کسان چې له ځینو څخهیې وسلې هم ترلاسه شوي د قتل، شوکو، غلاوو او له خلکو د باج اخیستو په بېلابېلو مواردو تورن دي.