ننګرهار: د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزه تړون ته له سره کتنه کېږي
د ۲۰۱۱ ز کال په نومبر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ په هکله د اپټا په نوم يو تړون لاسلیک شوی و چې له مخې يې افغانستان هندوستان ته او پاکستان د منخنۍ اسیا څلورو هيوادونو ته خپل سوداګریز توکي لېږدول.