محب: د ملکي مرګ ژوبلې له وېرې له ۲زرو عملیاتو ډډه شوې
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، د دوی هوایي ځواکونو له شااوخوا دوه زره عملیاتو د دې لپاره ډډه کړې چې د ملکي مرګ ژوبلې وېره په کې وه.
حمدالله محب نن چهارشنبه (د کب ۱۳مه) د سرتیري د ورځې په مناسبت یوې غونډه کې دا خبرې وکړې: "دوه زره عملیاته یې صرف د دې لپاره نه دي کړي چې هلته د ملکي تلفاتو امکان وجود درلود، که دښمن واضح سنګر معلوم کړي او را ووځي، دا جنګ ډېر په اسانۍ سره زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ګټلی شي."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یوناما د وروستي راپور له مخې د ۲۰۲۰ میلادي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ملکي مرګ ژوبله ډېره وه.
د یوناما په راپور کې د ۲۲ سلنې دغې مرګ ژوبلې پړه پر افغان ځواکونو، ۴۶ سلنې پر طالبانو او ۸ سلنې پر داعش اچول شوې ده.