هرات کې ۳۴ تنه د طالبانو له یوه زندانه ژغورل شوي
په هرات کې د پولیسو، ملي اردو او ملکیانو په شمول ۳۴ تنه د طالبانو له یوه زندانه ژغورل شوي.
دا خبره د هرات والي عبدالوحید قتالي رسنیو ته په استولي پيغام کې کړې ده.
د ښاغلي قتالي په خبره افغان کمانډو ځواکونو چې د هوايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره وو، د طالبانو له زندانه د یادو ۳۴ کسانو د خوشې کولو لپاره بېګا د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې عملیات وکړل.
د هرات والي زیاته کړې چې د عملیاتو پر مهال لس وسله وال طالبان هم وژل شوي او افغان پوځيانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د هرات د والي د دې ادعا په اړه کومه تبصره نه ده کړې.