لوګر کې د فوټبال د روزنې 'ډي' درجې ټولګی پای ته ورسېد
په لوګر ولایت کې د فوټبال د روزنې 'ډي' درجې ټولګی پای ته ورسېد.
د افغانستان فوټبال فډراسیون وایي،د فوټبال روزنې 'ډي' درجې ټولګی چې د روزونکو د پوهې کچې د لوړوالي په موخه په دې ولایت کې پيل شوی و، د چهارشنبې (د کب ۱۳مه) په ورځ پای ته ورسېد.
د دې ټولګي مدرس وحیدالله واحدي وايي، دا کورس د تازه کارو روزونکو د پوهې د زیاتېدو او د فوټبال روزنې د کچې د لوړوالي په موخه په دې ولایت کې پيل شوی و.
د هغه په خبره، د فوټبال روزنې د مقدماتي تاکتیکونو په زده کولو سره روزونکي کولای شي، لوړو او مسلکي پوړیو ته ځان چمتو کړي.
په دې روزنیز ټولګي کې ۲۴ روزونکیو ګډون کړی و او د ۶ ورځو په موده کې يې په نظري او عملي توګه د فوټبال روزنې اساسي تاکتیکونه زده کړل.