د غور- هرات لویه لاره له بندښت وروسته بېرته پرانېستل شوه
![د غور- هرات لویه لاره له بندښت وروسته بېرته پرانېستل شوه](https://gdb.rferl.org/33777C41-EF9B-4EE8-B306-167FB644A3B6_cx54_cy31_cw39_w800_h450.jpg)
د غور- هرات لویه لاره له نژدې شلو ورځو بندښت وروسته بېرته خلاصه شوه.
دغه لاره د دې لپاره بنده وه چې په اوږدو کې یې د حکومتي ځواکونو عملیات روان وو او چارواکو ادعا کوله چې طالبانو دغې سیمه کې د عملیاتو پر ضد ماینونه خښ کړي دي.
د غور امنیه قوماندان عبدالقادر ولي زاده ازادي راډیو ته وویل، د قومي مشرانو او سپین ږېرو په منځګړیتوب پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) ماښام دا لاره خلاصه شوه.
د دغې لارې له بندېدو سره په غور کې د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوې.