چارواکي: بزګرو ته د کوکنارو پرځای د بدیلو محصولات د کښت پروګرام جوړېږي
![چارواکي: بزګرو ته د کوکنارو پرځای د بدیلو محصولات د کښت پروګرام جوړېږي](https://gdb.rferl.org/57976C99-4653-4F03-9DC9-1062BB5E65FF_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت کروندګرو ته د کوکنارو د کښت پرځای د بدیلو زراعتي محصولات د کښت پروګرام د جوړېدو خبر ورکوي.
د دې وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د متحده ایالاتو د قانون اجرا او د مخدره توکو چارو نړیوال دفتر يا INL او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې هوډ کړی چې د کرنې او د کلیو د پراختیا پروژه نویو سیمو ته وغځوي.
دا پروژه د مشروع معیشت ته لاسرسی، کرنې او کليوالي پرمختیا ودې په نوم جوړه شوې ده.
د دې پروژې موخه په هغو سیمو کې چې کوکنار کرل کېږي، د هغو پرځای د میوو، سبزیو او نورو با ارزښته کرنې محصولاتو کښت دود کول دي.
یاده پروژه د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې او ROP یا «د سولې ریښې» بنسټ له خوا چې پر کرنې کار کوي د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پلي کېږي.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معلومات ښیې چې د کوکنارو د کښت پر ځای د بدیلو محصولاتو کښت پروژه به په بادغیس، فراه، کندها، بلخ، لغمان، او ننګرهار ولایتونو کې تر پنځو کلونو دوام وکړي.