مالیې وزارت: د افغانستان د نړیوالو شریکانو د رهبرۍ ناسته وشوه
د افغانستان د نړیوالو شریکانو د رهبرۍ ناسته ترسره شوه.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، دا ناسته د ماليې وزارت د پالیسۍ معين په مشرۍ د افغانستان د نړیوالو شریکانو د رهبرۍ پلاوي سره 'Heads of Donor Agencies Meeting' د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
د دې وزارت مطبوعاتي مسوول فرید نوښت ازادي راډیو ته وویل، دغه ناسته کې د ۵۰ بهرنیو پراختیایي بنسټونو رئیسانو، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود.
د ښاغلي نوښت په خبره، په یاده ناسته کې د مالیې وزارت مسوولینو له خوا نړیوالو شریکانو ته د ماليې وزارت د وروستیو مثبتو بدلونونو، د مرستو د مدیریت او مؤثریت د ښه والي، د ماليې وزارت په تشکيل کې د بنسټیزو اصلاحاتو او د ماليې وزارت په کليدي او رهبري بستونو کې د ښځو د بيا حضور په اړه معلومات ورکړل شول.
نوموړی زیاتوي، د نړيوالو بنسټونو استازو د افغانستان د مشارکت چوکاټ (AFP) د ژمنو د پلي کولو لپاره د جمهوری ریاست د چارو ادارې او د ماليې وزارت تر منځ د ګډ مېکانېزم د جوړېدو هرکلی وکړ.